تڑون مات شو
الجـــــــهاد فی سبیل الله
تڑون مات شو
ساعت 9:28 | بازدید : 933 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پوره درې كاله تېر شول، خو حالات همداسي وو، تر څو د بعثت په لسم كال د محرم په مياشت کي صحيفه نقض او تړون مات شو. ددې تړون د ماتيدو سبب هم دا وْ چي ځیني قريش له پيل نه پدې تړون نه وو خوښ، او همدې نا خوښو كسانو د تړون د ماتولو لپاره هلې ځلې كولې تر څو مات شو.

د تړون ماتولو اصلي محرك د بني عامر بن لوئ كورنۍ غړى هشام بن عمرو وو، نوموړي به د شپې له خوا بني هاشم ته خواړه استول، يو ځل هشام د ابو طالب خوريي زهير بن ابي اميه المخزومي ته ورغى _ د زهير مور عاتكه د عبدالمطلب لور وه – او ورته ویې ويل: اې زهيره! پداسي حال کي چي ته خورې او څښې، نو څنګه پدې راضي يې چي د ماما خيلو دې هسي حال وي؟ زهير وويل: افسوس، افسوس، زه په يو سر څه كولاى شم؟ قسم په الله كه يو بل كس راسره ملګرى واى ، نو ددې تړون د ماتولو لپاره به راپورته کيدم! هشام ورته وويل: څه، يو بل كس هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه به څوك وي؟ هشام ورته وويل: هغه زه يم. زهير وويل: اوس درېيم كس راګوره.

پدې پسې هشام، مطعم بن عدي ته ورغى، هغه ته يې د بني عبد مناف له اولادې (بني هاشم، بني المطلب) سره د ده د دوستۍ او نژدې نسبي اړيكو يادونه وكړه، ملامتي او پړه يې ورباندي واچوله چي ته ولې پدې ظالمانه تړون او عهد کي د قريشو خوا ته ولاړ يې! مطعم ورته وويل: افسوس، نو زه څه وكړم؟ زه يو تن يم! هشام ورته وويل: دويم هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زه يم. نو مطعم ورته وويل:اوس درېيم راګوره ، هشام وويل: درېيم كس مې هم پيدا كړى، هغه ورته وويل څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زهير بن ابي اميه دى. مطعم وويل: اوس څلورم را ګوره. بيا هشام ابي البختري بن هشام ته ورغى، هغه ته يې هم داسي خبرې وكړې لكه مطعم ته يې چي كړې وې، نو ابو البختري ورته وويل: اّيا داسي څوك به وي چي پدې هكله مرستې ته حاضر شي؟ هشام بن عمرو ورته وويل: هو، شته، هغه وويل: څوك دی؟ ده ورته وويل: زهير بن ابي اميه، مطعم بن عدي او زه هم درسره بيا هغه ورته وويل: اوس پنځم كس راګوره.

بيا زمعه بن اسود بن المطلب بن اسد ته ورغى، پدې هكله يې خبرې ورسره وكړې، او له بني عبد مناف سره دده د قرابت (خپلولۍ) او د هغوئ د حقوقو يادونه يې ورته وكړه. زمعه ورته وويل: كوم څوك داسي شته چي ستا ددې نظر او پيشنهاد تاييد او ملاتړ وكړي؟ هشام بن عمرو ورته وويل هو، پدې هكله فلانى او فلانى او... ټول نومونه يې ورته واخيستل كلك ولاړ دي، بالاخره ټول له حجون سره راټول شول، او ددې صحيفې د نقض او تړون د ماتولو عزم او پريکړه يې وكړه، زهير وويل: د كار پيل به له ما نه وي، يعنى لومړى به زه پدې هكله خبرې كوم.

سهار شو، خلك ټول خپلو خپلو مجلس ځايونو ته راغلل، زهير هم پداسي کي چي ښکلې جامې يې اغوستې وې راغى، له بيت الله شريف نه یې اوه ځله طواف وكړ، بيا یې خلكو ته مخ كړ او ورته ويې ويل: اې د مکې خلكو! مونږ دې خورو او څښو، خو بني هاشم دې له لوږې نه مري، نه دي څه ورنه اخيستل كيږي او نه دې څه ورباندي پلورل كيږي؟ قسم په الله، زه به تر هغې كښېننم تر څو دا ظالمانه تړون مات شوى نه وي او تر څو دا صحيفه نقض او څیري شوی نه وي.

ابو جهل چي د مسجد حرام په كوم كونج کي ناست وو ، وويل: دروغ یې وويل، قسم په الله، دا صحيفه به څیري نه شي! پدې وخت کي زمعه بن اسود وويل: قسم په الله چي ته ډېر دروغ وايې، پدې صحيفه د ليكلو په وخت کي هم مونږ راضي نه وو، ابو البختري هم غږ وكړ او ويې ويل: زمعه رښتيا وايي پدې صحيفه کي چي څه ليكل شوي مونږ نه ورباندي خوښ يوو او نه یې ملاتړ كوو.

مطعم بن عدي هم وويل: تاسي رښتيا وويل، او څوك چي بل څه وايي هغه دروغجن دى، مونږ لدې صحيفې او له هغه څه نه چي پکي ليكل شوي خپل براءت اعلانوو. بيا هشام بن عمرو هم دې ته ورته څه خبرې وكړې.

ابوجهل وويل: ددې خبرې تړون د شپې شوی دى، او پدې هكله مشوره چيرته بل ځاى شوې ده. پدې وخت کي ابو طالب هم د مسجد حرام په كومه ګوښه کي ناست وو، د هغه د راتګ سبب هم دا وو چي الله تعالى خپل رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ته د صحيفې په هكله خبر وركړى وو چي الله تعالى ورباندي وينه (پويه) مقرره كړې چي د الله له نامه پرته ټولې د ظلم، زياتي او دښمنۍ كلمي یې خوړلې دي. رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم دا خبره خپل تره ته وكړه، نو ابو طالب هم قريشو ته راغى او ورته ويې ويل چي وراره مې داسي وايي كه چيري دروغ یې ويلي وو نو بيا تاسي پوهيږئ او هغه، او كه چيري پدې ادعا کي ريښتونى وو نو بيا لدې ظلم نه لاس واخلئ او زمونږ محاصره ختمه كړئ. هغوئ ورته وويل: دا د انصاف خبره ده. او كله چي د ابوجهل او دې نورو تر منځ دا خبرې تبادله شوې، نو مطعم پاڅېد چي هغه صحيفه څیري كړي، صحيفه يې چې رواخستله ګوري چي د صحيفې ټول ټكي وينه خوړلي او يوازي (باسمك اللهم) او هر چيرته چي د الله نوم وو هغه پاتې دى، نور ټول خوړل شوي هيڅ هم نه وو پاتي .

نو صحيفه نقض شوه، تړون مات شو، او رسول اكرم صلى الله تعالی عليه و اله و صحبه و سلم سره له ټولو محاصره شويو كسانو له شعب نه راووتل. مشركينو د رسول اكرم صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د نبوت يوه عظيمه نښانه او معجزه د سر په سترګو وليدله، خو لدې سره هم د هغوئ رويه داسي وه لكه چي دا آّيت ورته اشاره كوى:

((وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ)) (القمر: 2) [ او كه وويني دغه (كفار د قريشو) كوم دليل (د قدرت) نو پر څنګ به شي دوئ (مخ به واړوي) ترې او وايي به دوى (دغه) سحر كوډې دي قوي، چي له پخوا راهيسي راځي.]

هوکي، مشركينو لدې نښانې او معجزې نه هم مخ واړاوه، اعراض یې وكړ، او پخپل كفر او ګمراهۍ کي لا پسې وړاندي لاړل.

(الرحيق المختوم)



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 703
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 703
بازدید ماه : 3579
بازدید کل : 97200
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 703
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 703
:: بازدید ماه : 3579
:: بازدید سال : 8557
:: بازدید کلی : 97200